د شمالي وزيرستان زرمک علاقه کښې د پي ټي آئي په دفتر لاسي بم حمله شويده

0
31

د شمالي وزيرستان زرمک علاقه کښې د پي ټي آئي په دفتر لاسي بم حمله شويده ، چې په نتيجه کښې ئې د پارټۍ لس کارکنان ژوبل شويدي
د سرچينو مطابق د شمالي وزيرستان رزمک علاقه کښې د تحريک انصاف په دفتر نامعلومه کسانو د لاسي بم په ذريعه هغه مهال حمله کړېده که چې په دفتر کښې د انتخابي مهم په سلسله کښې د خلقو ګنړه ګونړه وه
د حملے په ترڅ کښې د پارټۍ لس کسان ژوبل شويدي ، څوک چې د علاج دپاره مقامي هسپتال ته منتقل کړې شويدي
انتظاميه وائي چې د حمله کونکو لټولو دپاره په علاقه کښې سرچ آپريشن ته دوام ورکړې شويدي