د شمالي وزيرستان سيمي غلام خان کښې د لسو مياشتو ماشوم پوليو رنځ ښکاريدو وروستو پحق رسېدلې

د شمالي وزيرستان سيمي غلام خان کښې د لسو مياشتو ماشوم پوليو رنځ ښکاريدو وروستو پحق رسېدلې، د ماشوم لاسونه او غاړه مفلوج شوې وه، شمالي وزيرستان کښې د پوليو کيسونو شميره اوولس ولې په ټول ملک کښې روان کال شل کيسونه رپورټ شوي
د قامي صحت ادارے ترمخه د شمالي وزيرستان يونين کونسل غلام خان کښې لسو ماشتو ماشوم د پوليو ښکاريدو وروستو پحق رسېدلې دې، د ماشوم معذوري د ستمبر په پنځلسمې نيټې رپورټ کړې شوې وه، د ماشوم لاسونه او غاړه مفلوج شوې وه يونين کونسل غلام خان کښې په مجموعي توګه درې کيسونو تصديق شوېدې، شمالي وزيرستان کښې د پوليو کيسونو شميره اوولس ولې په ټول ملک کښې روان کال شل پوليو کيسونه رپورټ شويدي