د شمالي وزیرستان غلام خان بارډر د عام خلقو تګ راتګ لپاره هم پرانستل شوے

د شمالي وزیرستان غلام خان بارډر د عام خلقو تګ راتګ لپاره هم پرانستل شوے

د شمالي وزیرستان ډپټی کمشنر شاهد علي خیبر نیوز ته ویلي چې غلام خان بارډر نن نه په باقاعده توګه د عام مسافرو لپاره کهلاو کړے شوے دے، لاک ډاون لوجې درې میاشتو نه په خوست او ميرانشاه کې ګيرد دواړو هېوادونو مسافرو خپلو خپلو ملکونو ته تګ شروع کړې دے
ډې سې دعوا کړې چې غلام خان بارډر باندې د مسافرو لپاره هر قسمه سهولتونو برابر کړي شوي او د انتظامیه د هغوې خدمت ته ولاړه ده
ډپټی کمشنر شاهد علي مخکې ويلي چې د کورونا ایس او پیز مطابق مسافر تګ راتګ کوي،په غلام خان پوله هم د کورونا وائرس مخنیوي لپاره خصوصي اقدامات پورته کړي شوي دي.
ياده دې وي چې تیرو ورځو کې غلام خان بندر د درې میاشتو ځنډ وروسته د دوه اړخيزه تجارت لپاره پرانستل شوې وه

blank