د شمالي وزیرستان په پاک افغان پوله دواړو غاړو ته اباد وزیرستانیانو ته د تګ راتګ اجازت ورکړې شوې دې

د شمالي وزیرستان په پاک افغان پوله دواړو غاړو ته اباد وزیرستانیانو ته د تګ راتګ اجازت ورکړې  شوې دې

دغه فیصله د اعلی پوځی او سول انتظامیه په غونډه کې شوې چې ترمخه ېي د پولې پورې راپورې اباد پاکستاني شناختی کارډونه لرونکي د شمالي وزیرستان کابل خیل، مداخیل، ګربز او سیدګي قامونو خلک به اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ سفر کولې شی. د دواړو ملکونو ترمنځ سفر کوونکي خلک به اول د مقامی ملکانانو څخه تصدیق کوي او د هغی وروسته به ورته د تګ راتګ اجازت وي. په دې اهمه فیصله د کابل خیلو، مداخیلو، سیدګي او ګربز قبیلو خلکو د جی او سی سیون ډویژن میجر جنرل نعیم اختر، ډپټی کمشنر شاهد علي خان او تحصیلدار غلام خان غنی مننه کړی او هیله يې څرګنده کړې چې اوس به د پولې دواړو غاړو ته اباد د وزیرستان خلک د سکون سا واخلي. یاده دې وی چې د کورونا وایرس مخنیوي په خاطر په غلام خان پوله د ډیر وخت نه د خلکو تګ راتګ بند وو چې له امله يې د پاک افغان پولې دې غاړه او هغه غاړې ته اباد خلک د سختو مشکلاتو سره مخ وو.