د شندور پولو فيسټيول نن آخري ورځ ده

د شندور پولو فيسټيول نن آخري ورځ ده

د دنيا ټولو نه بلند ترين پولو ګراوند شندور کښې په اووم جولائي شروع شوې د خوشحالو او د سپرلو په شان خائسته درې ورځنې شندور پولو فيسټيول نن آخري ورځ ده ، شندور فيسټيول په آخري ورځ به د پولو ټورنمنټ په شمول نورو مقابلو فائنل راونډ مقابلې وړاندې کولې شي ,
شندور پولو فيسټيول کوم چې خپل اوچتوالي او بهترين موسم له وجې شهرت لري ،سطح سمندر نه دولس نيم زره فټه اوچت ګراونډ کښې د فيسټيول د اختتام په لور روان دې ،شندور فيسټيول د کوم پرانسته چې په اووم جولائي باندي وزير اعلۍ محمود خان کړے وا نن د دغه درې ورځني فيسټيول آخري ورځ ده ، دغه فيسټيول کښې د پيرا ګلائيدنګ ،کارريسنګ نه علاوه يو شيمر مقابلو انعقاد کيږي دغه مقابلو به هم آخري راونډ نن وړاندې کولې شي