د شهباز شريف او فواد حسن فواد د ضمانت خلاف اپيلونه د سماعت مقرر او شهباز او فواد ئې نوټس جاري

0
10
Supreme Court

سپريم کورټ د شهباز شريف او فواد حسن فواد د ضمانت خلاف جمع کړے شوي د نيب اپيلونه د سماعت لپاره مقرر کړل او شهباز شريف او فواد حسن فواد ته ئې نوټس جاري کړي
د جسټس عظمت سعيد په مشرۍ کښې درې کسيزه بنچ د شهباز شريف او فواد حسن فواد د ضمانت منسوخۍ متعلق د نيب د اپيلونو سماعت وکړو
د نيب وکيل نعيم بخاري عدالت ته وړاندې شو او د التوا درخواست ئې واپس واخيستو ، نعيم بخاري ووئيل چې په سوشل ميډيا زما خلاف غلط خبرونه چليدل ځکه نن وړاندې شوم او د بهر ملک نه راغلي ډاکټر ټائم مې منسوخ کړو
جسټس عظمت سعيد نعيم بخاري ته د قانوني دلائلو هدايت ورکړل کوم چې د کيس متعلق دې نعيم بخاري دلائلو کښې ووئيل چې د لاهور هائيکورټ د ضمانت درخواست منظور کړے کوم چې د سپريم کورټ د ضمانت لپاره مقرر کړے شوي اصولو منافي دے
د مقدمې ټول ميرټ باندې بحث شوے ، اوس خو په ټرائل کښې هيڅ هم نه دي پاتې ، جسټس اعجاز الحسن ووئيل چې هائيکورټ د ضمانت په کيس کښې به شهباز شريف لګولے شوي الزامات مسترد کړي او وئيلي دي چې ټولې ټهيکې د قانون مطابق په ميرټ ورکړے شوي ، د نيب وکيل نعيم بخاري ووئيل چې شهباز شريف د آشيانه سکينډل ماسټر مائنډ دے چا چې د کمپنۍ مالک خپل کور ته راغوښتے وو او هدايات ئې ورکړي وو
د شهباز شريف فيصلو سره د احد چيمه پوزيشن مبضوط شوے وو ، د نيب وکيل د فواد حسن فواد پحقله ووئيل چې هغه خلاف د امدن د زياتو اثاثو کيس هم دې او پينډۍ کښې ئې يو عاليشان پلازه هم تعمير کړې
د لائلو اوريدو ورستو سپريم کورټ د نيب اپيلونه د سماعت لپاره منظور کړل، شهباز شريف او فواد حسن فواد ته ئې نوټسې جاري کړي او سماعت ئې د دويم مئي پورې اوځنډولو