د صدر مملکت د وزيراعظم په سمرۍ باندې د دستخط سره ملک کښې روان يو اوږد بحث ختم شو

د صدر مملکت د وزيراعظم په سمرۍ باندې د دستخط سره ملک کښې روان يو اوږد بحث ختم شو،سيد عاصم منير د پاک فوج نوے آرمي چيف او ساحر شمشاد مرزا د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمين تعينات شول،دوانړه جرنيلان به د نهه ويشتم نومبر نه خپلي خپلي څوکې سمبالوي

اخر کار صدر مملکت د وزيراعظم په تجويز شوي سمرۍ باندې دستخط اوکړو چې ورسره ملک کښې روان يو اوږد بحث هم ختم شو،جي بالکل ملک او فوج ته نوے چيف ميلاؤ شو او ورسره د دريو وانړو ځواکونو دشريکي کميټۍ يعني چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي هم تعينات شو

د نهه ويشتم نومبر نه به ليفټنټ جنرل عاصم منير د ملک نوے چيف آف آرمي سټاف يعنې څلور سټاره جرنيل شي او دغه رنګې ليفټنټ جنرل ساحر شمشاد مرزا به نوے چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي وي

نن سهار چې کله د وفاقي کابينے خصوصي غونډه په ون پوائنټ ايجنډا باندې اوشوه،نو سمدستي ورستو ئې وزيراطلاعات مريم اورنګزيب ټويټ اوکړو او ټول ملک ئي خبر کړو چې وزيراعظم شهبازشريف خپل آئيني اختيار استعمال کړو او ليفټنټ جنرل ساځر شمشاد مرزا چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف او دغه رنګې ليفټنټ جنرل سيد عاصم منير چيف آف آرمي سټاف د مقرر کولو فيصله کړي او سمري ئې صدر پاکستان ته هم ليږلي ده

د حکومت د دے تصديق نه پس خبرونه راګرم شو چې آېا صدر مملکت به په سمرۍ نن دستخط اوکړي او کنه

ورستو صدرمملکت لاهور ته لاړو او هلته ئې د پارټۍ د چئيرمين عمران خان سره ملاقات اوکړو،او سيدها اسلام اباد ته واپس راغے،ولې دومره وخت پکښې نه وو لږيدلے،چې خبرونه راغلل او دغه رنګې صدر مملکت د پاک فوج په دوانړه اهمو تعيناتو په سمرۍ باندې دستخطي اوکړے