د صوبائي قيادت د رويئے لوجې پارټي د صوبے نه په ختميدو ده،مهتاب احمد خان

د صوبائي قيادت د رويئے لوجې پارټي د صوبے نه په ختميدو ده،مهتاب احمد خان

د مسلم ليګ ن نائب صدر او پخواني وزيراعلي سردارمهتاب احمد خان د خپلې پارټۍپه صوبائي قيادت باندې ښه زړۀ سپک کړے،وائي چې د صوبائي قيادت د رويئے لوجې پارټي د صوبے نه په ختميدو ده،مهتاب احمد خان وئيلي چې د پارټۍ نه اوځم نه خو په پارټۍ دننه به د حق اواز اوچتوم،د ميانوازشريف نه ئې خواست کړے چې په پښتونخوا کښې دې د پارټۍ د صورتحال نوټس واخلي

دا خبري سردارمهتاب احمد خان په ايبټ اباد کښې د پارټۍ ورکرانو ته په خطاب کښې کړيدي،وينا ئي وه چې د عمران خان د حکومت خلاف د عدم اعتماد تحريک راوړل غټه غلطي وه،د عمران خان د حکومت ټوله ملبه ن ليګ پخپل سر واخسته سردار مهتاب احمد خان په دے موقع د خپلي پارټۍ د صوبائي قيادت خلاف ښه زړۀ سپک کړے،وئيلي ئي دي چې کۀ چرې موجوده قيادت بدل نکړے شو نو څوک د پارټۍ ټکټ اخستلو ته هم نه دي تيار،وائي چې ميانوازشريف دې د پارټۍ د صورتحال نوټس واخلي ګنې پارټي به ئې د صوبے نه ختمه شي سردارمهتاب احمد خان واضحه کړي چې د پارټۍ نه اوځم نه خو په پارټۍ دننه به د حق اواز پورته کوم،وائي چې مريم نواز صباله د ايبټ اباد دوره کوي،او زماسره هيچ چا هم لا رابطه نه ده کړي،د نظرياتو کارکنانو نه مې خواست دے چې د مريم نواز د دورے په مهال دې احتجاج نه کوي