د صوبې لس طبى مرکزونو اوټ سورسنګ په معاهدو دستخط کړې

د صوبې لس طبى مرکزونو اوټ سورسنګ په معاهدو دستخط کړې ، وزيراعلي محمود خان وائي چې د لري پرتو هسپتالونو فعاله ساتلو لپاره د منيجمنټ اوټ سورسنګ يو مهم قدم دے،صوبائي حکومت کوشش کوي، چې د لري علاقو خلکوته هم د صحت بنيادي سهولتونه تر لاسه شي،

پيښور کې د هيلتهه فاونډيشن په ذريعه د صوبي مختلفو ضلعو لس طبي مرکزونو انتظام اوټ سورسنګ په معاهدو دستخط شويدے،دغه دستوره کې وزيراعلي خيبر پښتونخوا هم موجود وو، د وزيراعلي په موجودګۍ کې خيبر پښتونخوا هيلتهه فاونډيشن او سماجي تنظميونو تر مينځه په معاهدو دستخط شويدے، په دغه طبي مرکزونو کې کيټګري اے هسپتال وانا،کيټګري سي هسپتال مشتي خيل،کيټيګري ډي هسپتال کوهستان ، کيټګري ډي هسپتال زخه خيل او رزمک شامل دي، دې هسپتالونو انتظام اوټ سورسنګ سره به څليريشت ګهنټي د صحت سهوليات ورکوي،په دې موقعه وزيراعلي محمودخان وئيلي دي چې صوبائي حکومت د صوبي لري علاقو خلکو ته د صحت بنيادي سهوليات په مقامي کچ رسولو لپاره کوششونه کوي،صوبائي حکومت د دې مقصد دپاره د يو جامع منصوبه بندۍ لاندي کار کوي، وزيراعلي زياته کړي چې د اوټ سورسنګ په ذريعه به دغه طبي مراکزو کې طبي خدمات په ښه طريقه ورکولے شي،او د علاج معالجے لپاره به د لويو هسپتالونو د چکر نه هم بچ شي