د صوبې مختفلو ځايونو کې د سيلګرو رش سيوا شوے

د صوبې مختفلو ځايونو کې د سيلګرو رش سيوا شوے، په يوه ورځ کې دوه شپيته غيرملکي او ديريشت زره ملکي سيلګري کيلاش، ګليات، ناران، کاغان، کمراټ ، چترال بشمول نورو خائسته ځايونو ته په يوه ورځ کې تلي
د خيبرپختونخوا سيلګرۍ محکمې لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه يوشپيته غيرملکي سيلګري کيلاش او يو سيلګرې مستوج ته تلې، د جاري شوي رپورټ ترمخه ګليات ته ترټولو زيات ديارلس زره پنځه سوه سيلګري تلي دغه شان نهه زره او پنځه سوه سيلګري ناران کاغان ، پنځه سوه کيلاش وادۍ ته او څلور سوه مالم جبې ته تلي د سيلګرۍ محکمه وائي چې د سيلګرۍ په ځايونو کې امن په ځايې دے او د سيلګرو حفاظت لپاره ټولې ادارې متحرک دي۔