د طالبانو امير ملا هيبت الله د استخباراتي ادارو مشرانو ته هدايت

د طالبانو امير ملا هيبت الله د استخباراتي ادارو مشرانو ته هدايت کړې چې د هغه په ټولو احکاماتو دې عمل درآمد يقيني کړې،ملا هيبت الله حکومتي چارواکو نه حساب غوښتې چې يو کال دوران دوي په شريعت څومره عمل کړېدے
کابل کښې صدارتي دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې ملا هيبت الله د انټلي جنس ډائريکټريټ د مشرانو او د ټولو صوبو استخباراتي ايجنسو د مشرانو سره غونډه کړېده اجلاس کښې چيف جسټس مولوي عبدالحکيم او د استخباراتي ادارے مشر مولوي نورالحق انور هم موجود وو،په دې موقع د استخباراتي ادارے چارواکو د خپلو کارونو او فعاليتونو په حواله ملا هيبت الله ته تفصيلي بريفنګ ورکړې اجلاس ته وينا په وخت ملا هيبت الله ووئيل چې د جهاد دوران افغان اولس ډيرې قربانې ورکړي او هم د دې قربانو په نتيجه کښې مونږ مغربي نړۍ له شکست ورکولو کښې بريالي شوي وو اوس وخت راغلي دے چې مونږ د خپل اولس خدمت وکړو هغه حکومتي مشرانو ته ځني سپارښتني کړې او وئيلي ئي دي چې د زنانؤ حقونوپه حواله د هغه شپږ نکاتي فرمان پشمول د هغه د ټولواحکاماتو نفاذ دې يقيني کړي