د طالبانو قطر دفتر مشر ملا عبدالغنى برادر د افغانستان لپاره د يورپى يونين خصوصى استاذې توماس نيکلوسن سره ملاقات کړېدے

د طالبانو قطر دفتر مشر ملا عبدالغنى برادر د افغانستان لپاره د يورپى يونين خصوصى استاذې توماس نيکلوسن سره ملاقات کړېدے، ملاقات په مهال د افغانستان موجوده صورتحال،سولې عمل او افغانستان کښې د بهرملکونو سفيرانو او امدادي کارکنانو سيکيورټۍ په معاملو خبرې شويدي

د طالبانو قطر دفتر ترجمان ډاکټر محمد نعيم لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې ملا عبدالغني برادر او طالبانو وفد د افغانستان لپاره د يورپي يونين خصوصي استاذي توماس نيکلوسن او د هغه د وفد سره ملاقات کړېدے بيان ترمخه دې ملاقات کښې د افغانستان موجوده سيکيورټي صورتحال، د سولې لپاره روان کوششونو او ناټو پوځ انخلا نه پس افغانستان کښې د بهرملکونو سفيرانو او امدادي کارکنانو تحفظ په معاملو خبرې شويدي بيان کښې زياته کړي شويده چې ملا عبدالغني برادر د يورپي يونين استاذي له باور ورکړېدے چې طالبان د خېر خېګړو کار کونکي بهرملکي کارکنانو،سفيرانو او سفارتخانو د عملے د تحفظ لپاره پرعزم دي بايد چې دوي دې افغانستان کښې خپلې ذمه وارې جاري وساتي