د عبدالحميد ماشووال المعروف حميدبابا مزار مقامى پوليسو وران کړے

0
26

د پېښور بډهـ بيره سيمه کښې د پښتو ژبې نامتو شاعر عبدالحميد ماشووال المعروف حميدبابا مزار ورانولو کوششي شويدي ، مقامي شعرا وائي که چرۍ دا کار پوليس نه وي کړې نو ملزمان دي په ډاګه کړې ، د پيښې په ضد مقامى خلقو نه علاوه درسته نړۍ کښې اولس احتجاج کړې
د عبدالحميد بابا عدبي ټولنه ماشوګګر پيښور له اړخه جاري شوي پريس ريليز مطابق په دغه کار کښې مقامي پوليس ملوث کيديشي او زياته کړېده چې که چرۍ داسي نه وي د عبدالحميد بابا د مزار په سپکاوي کښې ملزمان دي په ډاګه کړي ، د دغي پيښې خيبرپښتونخوا، کراچۍ او افغانستان کښې خلق انديښمند کړې،
بلوچستان ، خيبرپښتونخوا ، کراچۍ او افغانستان کښې ټولو ادبي ټولنو د دغي پيښې غندنه کړيده ، او د پښتونخوا حکومت نه ئې غوښتنه کړيده پينځلس ورځو کښې دننه دې په پيښه کښې ککړ ملزمان ګرفتار کړې شي او ورته دي سزا ورکړې شي ، دوي دهړکه کړيده چې که چرۍ داسي اونکړې شو نو بيا به ټپه مومند او خليل قومونه د بډهـ بيري تانړې مخي ته تر هغي احتجاج کوي تر څو چې د حميد بابا مزار په اصلې حالت کښې دوباره جوړ نکړې شي او زياته کړېده چې د احتجاج دغه سلسله به پاکستان او افغانستان پشمول ټولي دنيا ته غزولې شي