د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ وائس چانسلر د سوات دوره کړې

د علامه اقبال اوپن يوني ورسټي وائس چانسلر د سوات دوره کړ ے او وئيلي دي چي په خيبر پختونخوا کښې د يوني ورسټي تمام ريجنل افسيز به ډېر زر د يوني ورسټي خپلو ودانو ته منتقل کړے شي

د علامه اقبال اوپن يو ني ورسټي وائس چانسلر ډاکټرضياالقيوم او ريجنل ډرايکټر سروسزانعام الله شيخ د سوات ريجنل کيمپس دوره کړے او د مختلفو شعبو معائنه ئي کړے په دي موقع د ريجنل کيمپس ډرايکټر سلطان روم وائس چانسلر ته هرکلے اوئيل او کيمپس کښې رامخي ته مشکلات ئي د وائس چانسلر مخي ته کيښويدل ورستودستوري کښې موجود د مالاکنډ ډويژن مختلفو سيمو سره تعلق لرونکے ټيوټرانوته وائس چانسلر ډاکټر ضياالقيوم وينه وه چي د کويډ نولسم له وجي تير کال نه تعليمي نظام متاثره شوي وو ولي علامه اقبال يوني ورسټي د ټيکنالوجي په مرسته خپل طلبعلمانو ته جديد پوټل سهوليات ورکړے چي دکومي په رانړا کښې طلبعلمانو په دغه سهولت د اطمينان اظهار کړے او اوس نوري يوني ورسټياني دادوئي طريقه کارخپلوي هغوئي زياته کړه چي علامه اقبال اوپن يوني ورسټي د جديد ټيکنالوجي له وجي ټول سسټم آن لائن کړے چي مقصد ئي طلبعلمانو ته د کور په درشل سهوليات ورکول دي ورستو ريجنل ډرايکټر سطان روم راغلي ميلمانو ته د سوات رواياتي شالونه او ټوپي هم په سر کړے