د عمران خان اسمبلو نه وتلو اعلان په خپل ځائے ولې مونږ له تر اوسه د اسمبلۍ نه د وتلو فيصله نه ده کړې

بلوچستان اسمبلۍ کښې د پاکستان تحريک انصاف غړۍ سردار يار محمد رند وئيلي چې د عمران خان اسمبلو نه وتلو اعلان په خپل ځائے ولې مونږ له تر اوسه د اسمبلۍ نه د وتلو فيصله نه ده کړې
سردار محمد رند زياته کړې چې په بلوچستان اسمبلۍ کښې د پي ټي آئي په اراکينو کښې زمونږ هم خيال ګروپ شته ،هم خيال ملګرو سره مشورے نه روستو به حتمي فيصله کولے شي واضحه دې دي چې چيئرمين تحريک انصاف د پنډۍ په جلسه کښې د اسمبلو نه د استعفا ورکولو اعلان کړے وو دغه رنګ عمران خان د استعفې نه روستو د پنجاب وزيراعلي چودهري پريز الهي او د خيبر پختونخوا حکومت هم بيان ورکړے وو چې کله هم عمران خان حکم اوکړي نو په سمدستي توګه به مستعفي کيږو