د عمران خان حکومت ختمولو کښې د جهانګيرترين او عليم خان لاس دې ،

د پاکستان تحريک انصاف مهم غړې او ماهر قانون حامد خان وئيلى دى چې د عمران خان حکومت ختمولو کښې د جهانګيرترين او عليم خان لاس دې ، دوى دا هم وئيلى چې فوادچوهدرى عمران خان او پارټۍ ته نقصان رسولو لپاره راليږلې شوېدې
د پى ټى آئى مهم رکن او ماهر قانون يو نجى خبرى ادارې ته انټرويو په وخت وئيلى چې عمران خان سره اختلافاتو وجه جهانګيرترين او عليم خان پارټۍ کښې شاملول او د جسټس قاضى فائز عيسى خلاف ريفرنس دائرکول وه دوى اووئيل چې عمران خان ته مو د مخکښې نه وئيلى وو چې جهانګيرترين او عليم خان د پارټۍ لپاره به ډيرزيات نقصانى وى حامدخان وئيلى دى چې د عمران خان حکومت ختمولو کښې د جهانګيرترين او عليم خان لوئې لاس دې دوى اووئيل کله چې د جسټس قاضى فائز عيسى خلاف ريفرنس دائرکولو په وخت مو واضحه کړې وه چې په يو ايماندار او قابل جج خلاف ريفرنس خاص طاقتونه دائر کوى او بيا په عمران خان ثابته هم شوه چې څه هم اوشو صحيح نه وه د پى ټى ائى مهم رکن او ماهر قانون حامد خان دا هم وئيلى عمران خان شاه محمود قريشى راليږلې وو او ويل ئې چې بيا يوځائې کيږو دوى اووئيل چې فوادچوهدرى هم راليږلې شوې چې عمران خان او پارټۍ ته نقصان اورسولې شى