د پخواني وزيراعظم عمران خان دور کښې د قامي احتساب بيورو تراميم نه فائده اوچتونکي کسانوفهرست سپريم کورټ کښې جمع شويدې، نيب تراميم نه فائده اوچتونکي کسانوکښې پخواني وزرائے اعظم يوسف رضا ګيلاني، راجه پرويز اشرف، شوکت عزيز،د خېبرپښتونخوا پخوانې ګورنر سردار مهتاب عباسي، سيف الله بنګش او نور يوشمير کسان شامل دي
قامي احتساب بيورو د سپريم کورټ په هدايت د عمران خان دور کښې جاري شوې نيب ترميم نه فائده اوچتونکي کسانو فهرست عدالت کښې جمع کړيدې فهرست کښې درې پخواني وزرائے اعظم يوسف رضا ګيلاني، راجه پرويز اشرف او شوکت عزيز شامل دي فهرست کښې د خېبرپښتونخوا پخوانې ګورنر سردار مهتاب عباسي، سيف الله بنګش،لياقت جتوئي، پخوانې وفاقي وزير جاويد اشرف قاضي هم شامل دي د نيب فهرست مطابق ترميم نه يو شمير سرکاري افسرانو هم فائدې پورته کړيدي