د خیبرپښتونخوا صوبائی اسمبلی اسپیکر مشتاق احمد غنی وئیلی چی د عمران خان لخوا د حکم میلاویدو سرہ سم به دوی د خپلے څوکئ نه استعفی ورکړي او د یوے لمحے دپارہ به ھم تاخیر اونکړی۔
د پی ټی آئی چیئرمین عمران خان د اسمبلیانو تحلیل کیدو اعلان نه پس اسپیکر مشتاق احمد غنی وئيلي چې دوی د خیبرپښتونخوا اسمبلئ نه وتلو ته تیار دی او د پی ټی آئی غړو مستعفی کیدو سرہ به ټوله اسمبلۍ خالی پاتې شي.مشتاق احمد غنی زیاته کړے چی د خیبرپښتونخوا پی ټی آئی ټولغړی د عمران خان دحکم منتظر دی. دخيبر پښتونخوا اسمبلی اسپیکر وئیلی چی د عمران خان جلسے نه پس امپورټډ حکومت ته خپل حيثيت معلوم شویدے