ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ اسلام آباد د زنانه جج ته دهمکۍ کيس کښې د عمران خان نا قابل ضمانت وارنټ په قابل ضمانت وارنټ کښې بدل کړې، د دلائلو نه پس عدالت د شل زره مچلکو په عوض کښې تر اتلسم اپريل پورې پي ټي آئي چيرميئن ناقابل ضمانت وارنټ په قابل ضمانت کښې بدل کړې
ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ اسلام آباد کښې د عمران خان لخوا زنانه جج ته دهمکۍ کيس کښې جاري ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري د نظرثاني اپيل باندې سماعت ايډيشنل سيشن جج سکندر خان په عدالت کښې شوې ،
د سماعت دوران د عمران خان وکيل فيصل چوهدري عدالت ته اووئيل چې که چرې په عمران خان باندې قاتلانه نۀ وې شوې نو سيکورټي اندېښنې به نۀ وې،د دې په جواب کښې جج سکندر خان ريمارکس ورکړل چې مونږ غواړو چې هر عدالت د هر ملزم لپاره محفوظ جوړ کړو،
په دې موقع اسپيشل پراسيکيوټر راجه رضوان عباسي عدالت ته اووئيل چې ملزم د نوټس يا وارنټ په ذريعه عدالت ته را بللې شي،عمران خان ته مو د وارنټ په ذريعه په عدالت کښې د پيش کيدو حکم ورکړې وو،خو عمران کان پيش نۀ شو؟ پراسيکوټر اووئيل چې که چرې عام شهري لپاره وارنټ جاري شي نو د ملزم عدالتي پيشي باندې د وارنټ فيصله کيږي،جوډيشل مجسټريټ د ايډيشنل سيشن جج فيصلې مطابق د عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړي،عمران خان نۀ غواړي چې عدالت ته پيش شي لهذا ناقابل ضمانت وارنټ په فيصله دې نظر ثاني اپيل خارج کړي شي
د دلائلو نه پس عدالت د شل زره مچلکو په عوض کښې تر اتلسم اپريل پورې د عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ په قابل ضمانت کښې بدل کړو