د عوامي نيشنل پارټئ ايم پي اے فيصل زيب په کور باندے بيګاه د شپے نامعلومه تنانو ډزے کړي

د ضلع شانګلے تحصيل مارتونګ لرے پراته سيمه تتوالان کښ د عوامي نيشنل پارټئ ايم پي اے فيصل زيب په کور باندے بيګاه د شپے نامعلومه تنانو ډزے کړي چه په کښ د فيصل زيب کور ته نقصان راسيدلے ولے څه قسمه جاني ضيان به کښ نه دے شوے
د شانګلے پوليس د وينا مطابق د شپے په يوا بجه د ايم پي اے فيصل زيب په کور ډزے شوي ۔ او په جوبي ډزو کښ نامعلومه تنان تختے دلي دي د فيصل زيب په کور کښ دوا تنان موجود ول چه يو د ايم پي اے فيصل زيب زاتي چوکيدار او دوايم پوليس اهلکار وو نامعلومه تنانو د فيصل زيب کور ته يو ګرنيټ هم غورځوزالوے چه هغه نه دے ډزيدلے او د توپک د ډزو نه د فيصل زيب ايم پي اے کور ډيوالونه ګيټ او نور عمارت ته ضيان راسيدلے دے د پوليس لويا نفري علاقے ته راسيدلے او علاقه ئے په خپله ولقه کښ اغستے چه ورسره ئے سرچ او سټرائيک اپريشن هم شروع کړے دے ډي پي او شانګله د وينا مطابق سي ټي ډي د نامعلومه تنانو خلاف ايف ائي آر درج کړے او پلاټينے روانے دي ډي پي او شانګله سره د ،ډي ايس پي ،سي ټي ډې او ډي ايس پي پورن او نورو پوليس اهلکارو علاقے ته راسيدلے دے