د غلام خان پولې د لارې پنځه ټرکه امدادی سامان متاثره سیمو ته لېږل شوی

د صوبايي حکومت او پاک فوج په‌ تعاون د افغانستان زلزله ځپلی خلکو مرستی لپاره د غلام خان پولې د لارې پنځه ټرکه امدادی سامان متاثره سیمو ته لېږل شوی دې
په پاک افغان پوله غلام خان ډپټی کمشنر شاهد علي خان ، وزیر ریلیف اقبال، د غلام خان تحصیلدار غنی الرحمن او پوځي چارواکو امدادي سامان افغان چارواکو ته حواله کړو. په دې موقع خیبر نیوز سره خبرو کې ډپټی کمشنر شاهد علي خان وويل چې د وزیراعلیٰ محمود خان او چیف سیکټری ډاکټر شهزاد بنګش په خصوصي هدایاتو د پاک فوج په مرسته دغه امدادی سامان د افغانستان مختلفو زلزله ځپلی سیمو ته لېږلی شوی دې. هغه زیاته کړه چې ډیر ژر به دغلته میډیکل ټیمونه هم ولېږل شي.