د فاټا کښې د غربت کموؤلو لپاره مختص فنډ کښې بے دريغه کرپشن انکشاف شويدې

0
32

د فاټا کښې د غربت کموؤلو لپاره مختص فنډ کښې بے دريغه کرپشن انکشاف شويدې، آډټ رپورټ وائی چې تقريباد اته ديرش کړوړه روپو هيڅ پته نۀ لګی

د يوسرکاری آډټ رپورټ ترمخه فاټاکښې د غربت شرح  کموؤلو لپاره مختص مالی برخه کښې پۀ لويه پيمانه کرپشن شويدې 
رپورټ وائې چې تقريبن اتۀ ديرش کروړه روپې د کرپشن نذر شويدی 
زرائع وائی چې دغه رپورټ وزيراعظم هاؤس او د ګورنر دفتر ته ليږلے شوې ولې تر دې دمه ددې بدعنوانې مکمل رپورټ نۀ دې راغلے