د فرانس سفير په ويستو مذاکرات نشى کيدې ، شيخ رشيد

وزيرداخله شيخ رشيد احمد وئيلي چې حکومت دکالعدم ټي ايل پي ټولومطالباتو باندې خبرو اترو ته تيار دې ولې دفرانس سفير ويستلو باندې مذاکرات نشي کيدې، وائي چې دفرانس سفير پاکستان نه ويستلو مطالبې کښې ډير مسائل دي، دفرانس سفير په اړه زمونږ څه مجبورياني دي، فرانس يورپ ليډ کوي

اسلام اباد کښې خبرې غونډې ته وينا په وخت وزيرداخله اووئيل چې دکالعدم ټي ايل پي سره مذاکراتو باندې حکومت او ادارے په يو پيج دي، وائي دسفارتخانے بندولو يا سفير ويستو په پوزيشن کښې نه يو، کوشش کوو چې مسئله افهام او تفهيم سره حل شي، دډي جي ائي ايس ائي تعيناتي په اړه شيخ رشيد اووئيل چې ليفټيننټ جنرل فيض حميد به نورلسم نومبر پورې ډي جي آئي ايس آئي برقرار وي، ډي جي ائي ايس ائي تعيناتې په اړه ټولې افواګانې ختم شوي او سياسي او عسکري قيادت په يوپيج دي،