د فيفا صدر دپاکستان د دورے بلنه قبوله کړه

0
11
د فيفا صدر دپاکستان د دورے بلنه قبوله کړه

د فټبال نړيوال فيډريشن فيفا صدر دپاکستان د دورے بلنه قبوله کړه،د فيفا صدر ګياني انفنټينو به ډير زر د پاکستان په دوره راځي
فيفا هيد کوارټر زيورخ کښي د فټبال معاملاتو په حواله يوه اهمه غونډه ترسره شوه چي په کښي د پاکستان فټبال فيډريشن صدر فيصل صالح حيات هم شرکت اوکړو
غونډے په موقع پي ايف ايف صدر فيصل صالح حيات د فيفا صدر ته د پاکستان د دورے بلنه ورکړه کومه چي هغه قبوله کړه
د ګياني انفنټينو وينا وه چي پاکستان آبادي زياته ده او هلته د فټبال ټيلنټ هم شته،فيفا به فټبال لوبے ته وده ورکولو لپاره پاکستان فټبال فيډريشن سره مکمل مرسته کوي