د فيډرل بورډ آف ريونيو چئيرمين شبر زيدي تعيناتي اسلام آباد هائي کورټ کښي چيلنج کړے شوي ده

د فيډرل بورډ آف ريونيو اعزازي چئيرمين شبر زيدي تعيناتي اسلام آباد هائي کورټ کښي چيلنج کړے شوي ده
د ايف بي آر د ګريډ انيس افسر علي محمد اسلام آباد هائي کورټ درخواست جمع کړے او د کورټ نه ئي غوښتنه کړيده چي د شبر زيدي تعيناتي دي غير قانوني اوګرزولے شي او هغه دي د چئيرمين په توګه د ذمه وارو نه منع کړے شي ځکه چي په ايف بي آر کښي د چئيرمين عهدي د پاره قابل خلق موجود دي
درخاست کښي دا هم وئيلي شوي دي چي د پرائيويټ سيکټر خلقو له په ايف بي آر کښي دا قسمه ذمه وارې ورکولو نه ډډه اوکړے شي او دريګولر افسرانو سره امتيازي سلوک دي بند کړے شي