د فټبال نامتو لوبغاړې ليونل ميسى هغه افغان ماشوم سره ملاقات کولو فيصله کړے

0
107

د فټبال نامتو لوبغاړې ليونل ميسى هغه افغان ماشوم سره ملاقات کولو فيصله کړے چا چې د پلاسټک شاپنګ بيګ نه د ميسى شرټ جوړ کړے او اغوستے ئې وو او بيا ئې خپل تصوير په فيس بُک شئير کړے وو

تفصيلاتو ترمخه د افغانستان غزنى ولايت اوسيدونکى يو پنځه کلن ماشوم مرتضى احمدى  د فټبال نامتو لوبغاړى ليونل ميسى مينه  وال دے ولې د غربت له وجې د ميسى شرټ پيدا کولو په ځائې ئې د هغه د شرټ په رنګ د پلاسټک شاپنګ بيګ  اغوستې چې پرې د ميسى نوم او لسم نمبر هم ليکلې شوى وو
د مرتضى پلار عارف احمدى خبرى ايجنسو ته وئيلى چې ځوئې ئې د بارسلونا سټار لوبغاړى ميسى سره بے کچه مينه لرى او د ميسى شرټ ترلاسه کولو په اړه ئې څو وارې غوښتنه کړې وه  ولې دوى د غزنې ولايت داسې لرې پرتې سيمه کښې ميشته دى چرته چې د ځوئى د شرټ خواهش پورا کول ناممکن دى
هغه زياته کړه چې د مرتضى مشر ورور هغه له د پلاسټک شاپنګ بيګ نه د ميسى شرټ په رنګ شرټ جوړ کړے او بيا ئې د هغه تصوير په فيس بُک شئير کړو
د مرتضى د تصوير خبر ليونل ميسى ته هم رسيدلے چې له وجې ئې هغه دې ماشوم سره ملاقات لپاره بے قراره شوېدے
د ليونل ميسى پلار جارج ميسى بهرملکى خبرى ايجنسو ته وئيلى چې ميسى د دغې ماشوم په اړه معلومات راغونډه وى او غواړى چې هغه لپاره څه اوکړى
خبرى ايجنسۍ وائى چې سيکيورټى انديښنو له وجے  ميسى له مرتضى سره ملاقات لپاره افغانستان ته تلل ممکن نه دى خو کيدې شى چې هغه دغه ماشوم يورپ ته راوبلى