د قامى سلامتيا صلا کار معيد يوسف دوشنبه تاجکستان کښې خپل هم منصب نصرولو محمود زوده سره ملاقات کړيدې

د قامى سلامتيا صلا کار معيد يوسف دوشنبه تاجکستان کښې خپل هم منصب نصرولو محمود زوده سره ملاقات کړيدې، معيد يوسف تاجک نيشنل سيکورټي ايډوائزر ته د شنګائي تعاون تنظيم څوکي سمبالولو باندې مبارکي ورکړيده، دوانړو مشرانو ترمينځه دوه اړه خيزه تعلقاتو او د شريکو دلچسپو په معاملو خبري اتري شويدي،

نيشنل سيکورټي ايډوائزر معيد يوسف تاجکستان دورے پرمهال د تاجکستان قامي سلامتيا سلاکار نصرولو محمود زوده سره ملاقات کړيدي دوانړو مشرانو ترمينځه ملاقات کښې د پاکستان او تاجکستان ترمينځه تعلقاتو باندې د اطمينان اظهار کړيدي او تعلقات نور ښه کولو باندې زور روړلې شويدي ، په دې موقع د ډاکټر معيد يوسف وينا وه چې د پاکستان او تاجکستان ترمينځه تجارت، ټرانسپورټ، راهدارۍ، توانائۍ او د دفاع شعبو کښې دواه اړه خيزه تعاون نور ښه کولو باندې توجه ورکول ضرورت دے، هغه ووئيل چې د ګوادر پمشول د پاکستان سمندري لارې تاجکستان لپاره موثره لارې ورکوې د کوم د لارې چې تاجکستان د نړۍ نورو ملکونو ته خپل سامان په اسانۍ سره ليږلې شې، معيد يوسف زياته کړه چې د پاکستان او تاجکستان د افغانستان سره بارډر شريک دې ، دے لپاره د دوانړه ملکونو ترمينځه د علاقي امن او سلامتۍ لپاره تعاون ډير ضروري دې