د قامي اسمبلۍ اجلاس به د دي مياشتي په څليريشتمه نيټه سحر لس نيمي بجي کيږي

National Assembly

د قامي اسمبلۍ اجلاس مؤخر کړے شوے دے،سبا رابللے شوے اجلاس به د دي مياشتي په څليريشتمه نيټه سحر لس نيمي بجي کيږي،د اجلاس روستو کيدو اعلاميه جاري کړے شوي ده
د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ لخوا جاري کړے شوي اعلاميي مطابق د قامي اسمبلۍ سبا رابللے شوے اجلاس ځنډولے شوے دے،د اعلاميي ترمخه اجلاس به د مئي په څليريشتمه نيټه سحر لس نيمي بجي کيږي
د ذرائع وينا ده چي دا فيصله د سپيکر اسد قيصر په مشرۍ کښي د حکومتي او اپوزيشن مشرانو په مرسته شوي ده
ياده دي چي د دي نه وړاندي د قامي اسمبلۍ اجلاس د ديارلسمي مئي نه تر څليريشتمه مئي پوري جاري ساتلو فيصله شوي وه خو ولي د شپږويشتم ترميم له وجي اجلاس د نامعلومه نيټي پوري ځنډولے شوے وو