د قامي او صوبائي اسمبليانو موجوده سيټونه برقرار ساتلو فيصله

د قامي او صوبائي اسمبليانو موجوده سيټونه برقرار ساتلو فيصله

اليکشن کميشن د قامي او صوبائي اسمبليانو موجوده سيټونه برقرار ساتلو فيصله کړې او ووئيلي دي چې ابتدائي حلقه بنديانو ترتيب کولوسلسله آخري مراحلو ته داخل شوې،اليکشن کميشن به سبا د ابتدائي حلقه بنديانو منظوري ورکوي چې د کومو فهرست به اوويشتم ستمبر ته جاري کولې شي

نوې حلقه بنديانو کښې هم اليکشن کميشن له اړخه د قامي او صوبائي اسمبليانو موجوده نشستونه برقرار ساتلو فيصله شوې،اليکشن کميشن حلقه بندي کميټيانو د ابتدائي حلقه بنديانو کار سر ته رسولې دې
اليکشن کميشن بيان ترمخه چيف اليکشن کمشنر او ممبرانو د منظوري نه پس به د ابتدائي حلقه بنديانو فهرست جاري کولې شي،اليکشن کميشن به د اتويشتم ستمبر نه تراوويشم اکتوبر پورې په دغه ابتدائي حلقه بنديانو باندې تجاويز او اعتراضات قبوله وي او په ديرشتم نومبر به حتمي فهرست جاري کوي