د قامي ټيم کپتان بابراعظم او انګلينډ کپتان جوز بټلر فائنل ميچ په اړۀ خبرې کړېدي

ورلډ ټي ټوينټي کپ فائنل ميچ نه پس د قامي ټيم کپتان بابراعظم او انګلينډ کپتان جوز بټلر فائنل ميچ په اړۀ خبرې کړېدي، بابراعظم وئيلي چې د شاهين شاه آفريدي انجرډ کيدو لوجې د ټيم نقصان شويدې،که شاهين شاه آفريدي انجرډ شوې نه وې نو د ميچ نتيجه به مختلفه وه، د انګلينډ کپتان جوز بټلر د بين سټوکس او معين علي پارټنرشپ د فائنل مقابلې ټرننګ پوائنټ ګرځولې دې

دورلډ ټي ټوينټي کپ فائنل ميچ نه پس خپله انټرويو کښې د قامي ټيم کپتان بابراعظم وئيلي چې زمونږ ټيم ټورنامنټ کښې ناقابل يقين واپسي کړې وه باباراعظم اووئيل چې مونږ شل رنزونه کم جوړ کړې وو، د شاهين شاه آفريدي انجري لوجې ټيم ته لوئې نقصان رسيدلې دې،که چرې شاهين شاه آفريدي انجرډ شوې نه وې نو د ميچ نتيجه به مختلفه وه بابراعظم په ميلبرن کرکټ ګراؤنډکښې د مينه والو شکريه هم ادا کړې او وئيلي دي چې ګټه او تاوان د لوبې برخه ده د انګلينډ کپتان جوز بټلر وئيلي چې د عادل رشيد کوم اوور کښې د بابراعظم وکټ ميلاؤ شوې وه، هغه اوور بهترين وو جوز بټلر اووئيل چې مونږ د بيټنګ آغاز په ښه طريقه کړې وو، چې لوجې ئې د هدف تعاقب آسان شوې وو، او بيا د بين سټوکس او معين علي پارټنرشپ د ميچ نتيجه بدله کړېده