د قامي کرکټ ټيم لوبغاړي شان مسعود د واده وليمې دستوره په کراچۍ کښي شوې

د قامي کرکټ ټيم لوبغاړي شان مسعود د واده وليمې دستوره په کراچۍ کښي شوې چې پکښې د ښار مشهور سياسي او کاروباري شخصيتونو پشمول د ټيم ملګري او پخواني کرکټرانو ګډون کړې
د کراچۍ په يو نجي هوټل کښې ترسره شوې دغه دستوره کښې د شان مسعودخپل خپلوانو پشمول د قامي کرکټ ټيم لوبغاړو او پخواني کرکټرانو ګډون کړې و
د معلومات ترمخه دستورې نه مخکښې شان مسعود او د هغه ميرمن نيشې خان فوټو سيشن اوکړو
دستوره کښې دګډون لپاره د کراچۍ مشهور سياسي او کاروباري شخصيتونو ته بلنه ورکړل شوې وه
ياده دې وي چې دشان مسعود نکاح دستوره روانه هفته په پېښور کښې ترسره شوې وه