د قانون او انصاف لپاره د سينيټ قائمه کميټۍ بليک لسټ ئي غير قانوني ګرځولي

د قانون او انصاف لپاره د سينيټ قائمه کميټۍ بليک لسټ ئي غير قانوني ګرځولي، اجلاس کښي د پنځلس کسانو نومونه په بليک لسټ کښې د شامليدو انکشاف شويدي، د بشري حقونو وزير شيرين مزاري وائي چي په جمهوري نظام کښې بليک لسټ په هيڅ جوړ د قبلولو ندي
د سينيټ قائمه کميټۍ اجلاس کښي ډي جي ايف آئي اے د بليک لسټ په حوالي سره اووئيل چي بهر ملکونو کښې په غير قانوني توګه کار کولو او په غيرقانوني توګه بهر ملکونو ته تلونکي کسانو نومونه دي بليک لسټ کښې شامل کړي شي او وئيلي دي چي د حمزه شهباز نوم هم د احتساب عدالت په سفارش بليک لسټ کښې اچولي شويدي
سينيټر رضا رباني وئيلي دي چي زمونږ نه بے وقوف مه جوړه وے، تاسو دا اومنے چي د بليک لسټ هيڅ قسمه قانون نيشته او دا د انساني حقوق مسئله ده او وئيلي دي چي بليک لسټ د کوم ځائي نه پيدا شوي او په دي کار څوک کوي
وفاقي وزير انساني حقوق شيرين مزاري وئيلي دي چي مونږ ته د بليک لسټ په باره کښې هيڅ قسمه معلومات نه وو او په جمهوري نظام کښې بليک لسټ په يو صورت د قبلولو نه دي
سينيټر مظفر حسين شاه وائي چي د بليک لسټ غير قانوني کيدو لپاره به رپورټ په سينيټ کښې پيش کوو او سينيټ چي څه قسمه تجويز هم کوي نو د هغي نه پس به قانون سازي کيږي