د قانون جوړولو اختيار عدالتونو ته نه،بلکه پارليمان ته حاصل دے،هوتي

د قانون جوړولو اختيار عدالتونو ته نه،بلکه پارليمان ته حاصل دے،هوتي

د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي سينئر نائب صدر امير حيدرخان هوتي وئيلي چې د قانون جوړولو اختيار عدالتونو ته نه،بلکه پارليمان ته حاصل دے،او د سياستدانانو پشمول د ججانو او جرنيلانو احتساب هم پکار دے، بلخوا هغوي وئيلي چې وفاقي حکومت له په ملاکنډ ډويژن د ټيکس لګولو نه وړاندې د خيبر پښتونخوا بقاياجات اداکول پکار دي،

کوز دير کې د عوامي نيشنل پارټۍ ورکرز کنوينشن ته خپله وينا کې امير حيدرخان هوتي ووئيل چې که عدالتونه قانون جوړوي،نو بيا د انتخاباتو کولو څه ضرورت دے،
اميرحيدرخان هوتي ووئيل چې په ملک کې د ټولو يو شان احتساب کول پکار دے،او د پښتنو سره د حساب کولو نه وړاندې هغوي ته په وسائلو دې اختيار ورکړے شي،
اميرحيدرخان هوتي زياته کړه چې د ترهګرو دوباره ابادولو نه پس د ترهګرۍ پيښو کې اضافه راغلي ده، کوم چې د غلطو فيصلو نتيجه ده،
د اے اين پي مرکزي نائب صدر اووئيل چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې د هغوي په سوونو کارکنان شهيدان شوي،خو بيا هم هغوي په ميدان کي ولاړ دي