د قبائلي جرګي يو نمائينده وفد دکالعدم تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره کابل کښي موجود دي

د پاکستان لخوا د قبائلي جرګي يو نمائينده وفد دکالعدم تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره کابل کښي موجود دي، جرګې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو او د مولانا تقي عثماني په مشرۍ کښي د پاکستاني علماو او ټي ټي پي مشارونوتر مينځه د خبرواترو په نتيجواطمنان څرګند کړي
دصوبه خیبرپښتونخوا د قبائلي جرګي يو نمائينده وفدافغانستان ته رسېدلی چې له کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو دویم پړاو ترسره کړي ددي مزاکراتومقصد په سرحدي سیمه کښي دوسله والو سرګرميانې ختمولو لپاره هڅي کول دي مېديا رپورټس وائي چه د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي خصوصي مرستيال بيرسټر محمد علي سيف په مشرۍ کښي دولس کسيزه وفد دهفتي په ورځ کابل ته رسېدلى دى د جرګې یوه غړي وئيلي چه د خيبر پختونخوا جرګه به د ټي ټي پي مشرانو سره د خبرو اترو د لومړي پړاو په دوام کښي خبرې وکړي چې په جون کښي ترسره شوي وي د خېبرپښتونخوا جرګې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو او د مولانا تقي عثماني په مشرۍ د پاکستان د علماوو د وفدتر مينځه د خبرواترو په نتيجواطمنان څرګند کړي دقبائيلي جرګي نمائينده وفددا دوره د مفتي تقي عثماني په مشرۍ د پاکستاني دیني عالمانو دوفد یو ورځ روسته کېږي ، د مفتي تقي عثماني په مشرۍ کښي وړمبي وفد د جولائي دپنځه ويشتم نه تر نهه ويشتمي جولائي افغانستان ته تللی وو، د پاکستان د دیني عالمانو دافغانستان لوړ پوړو مشرانو سره د ملاقاتونوترڅنګ پاکستاني طالبانو سره دوه غونډې کړي وي