د قطري امير لخوا پاکستان کښې سرمايه کارۍ اعلان د وزيراعظم عمران خان په قيادت مکمل اعتماد دے

0
51

معاون خصوصي اطلاعات فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د قطري امير لخوا پاکستان کښې سرمايه کارۍ اعلان د وزيراعظم عمران خان په قيادت مکمل اعتماد دے، وائي چې وزيراعظم عمران خان د پاکستان عالمي تجارت ته وده ورکول غواړي
معاون خصوصى اطلاعات فردوس عاشق اعوان اسلام آباد کښې پريس کانفرنس دوران وئيلى دى چې د قطر امير پاکستان کښې سرمايه کارۍ اعلان نه دا خبره ثابته شوه چې قطر د عمران خان په قيادت مکمل اعتماد کوى
فردوس عاشق اعوان اووئيل چې قطر د پاکستاني چاولو درآمد په بنديز نه پابندي هم لرې کړيده د کوم سره به چې اوس پاکستاني باسمتي چاول قطر او نور مشرقي وسطي ملکونو ته ځي
فردوس عاشق اعوان دا هم اووئيل چې وزيراعظم عمران خان د پاکستان عالمي تجارت ته وده ورکول غواړي او هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان به ترقۍ په لور روان شي