د قطر وزيراعظم او خارجه وزير محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د افغانستان دوره کړې او افغان وزيراعظم ملا حسن اخوند او خپل هم منصب مولوي امير خان متقي سره ئي ليده کاته کړې، ملاقاتونو په مهال د افغانستان موجوده صورتحال،دوه اړخيزه اړيکو پراختيا او افغانانو سره د قطر حکومت مرستو په معاملو خبرې شويدي
افغان حکومتي ترجمان ذبيح الله مجاهد بيان ترمخه د قطر وزيراعظم او خارجه وزير محمدبن عبدالرحمان سره د اعلي پائې وفد د افغانستان دوره کړې، هغه کندهار کښې خپل افغان هم منصب محمد حسن اخوند سره ليده کاته کړي
ملاقات دوران دواړو مشرانو د قطر او افغانستان ترمينځ تعلقات، تعليم، صحت او اقتصادي شعبو کښې همکاري زياتولو او د افغانانو بشري مرستو په معاملو خبرې کړېدي،
افغان وزيراعظم ملا حسن اخوند د قطر د هم منصب د کابل د دورې هرکلي کړې او قطر حکومت نه ئې مطالبه کړې چې نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمينځ باهمي اعتماد مضبوطولو کښې دې خپل کردار ادا کړي
محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي او نور حکومتي چارواکو سره هم ملاقاتونه کړېدي