د قمر زمان کائره ځوي ټريفکي پيښه کښې په حق رسيدلي

د پيپلز پارټۍ وسطي پنجاب صدر قمر زمان کائره ځوي ټريفکي پيښه کښې په حق رسيدلې دے، صدر ،وزير اعظم ، آرمي چيف ، بلاول بهټو زرداري ، شهباز شريف پشمول نورو مشرانو هم د اسامه په وفات د خفګان او غم زپلي کورنۍ سره خواخوږۍ اظهار کړيدي
د پيپلز پارټۍ ترجمان مطابق د ځوي وفات خبر ميلاويد سره سم قمر زمان کائره د اسلام آباد نه لاله موسي ته تلي دے
د پيپلز پارټۍ وسطي پنجاب صدر قمر زمان کائره ځوي اسامه قمر د لاهور په ګورنمنټ کالج کښې سبق وئيلو څوک چې لاله موسي کښې د ټريفکي پيښې په نتيجه کښې په حق رسيدلې دے
صدر مملکت عارف علوي ، وزير اعظم عمران خان ، آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه ، قامي اسمبلۍ کښې د مخالفو ډلو مشر شهباز شريف ، چيئرمين پيپلز پارټۍ بلاول بهټو زرداري ، پخواني صدر آصف علي زرداري ، چيئرمين سينيټ صادق سنجراني پشمول نورو مشرانو هم د قمر زمان کائره د ځوي اسامه قمر په وفات د خفګان او غم زپلي کورنۍ سره ئې د خوا خوږۍ اظهار کړيدي