د لاهور هائيکورټ فيصله سپريم کورټ کښې چيلنج کولو اعلان

پاکستان تحريک انصاف او مسلم ليګ ق د وزيراعلیٰ پنجاب په اړه د لاهور هائيکورټ فيصله سپريم کورټ کښې چيلنج کولو اعلان کړيدې،دې حوالې سره د پنجاب اسمبلې سپيکر چودهري پرويز الهي قانوني ټيم سره مشاورت کړې او علي ظفر ايډوکيټ دې لپاره پټيشن هم تيار کړيدې
د لاهور هائيکورټ فيصلې نه پس د پاکستان تحريک انصاف او مسلم ليګ ق مشرانو يو بل سره مشاور کړې دې په دې موقع د دواړو پارټو مشرانو وئيلي چې د پي ټي آئي پنځه اراکين حج ته تلي او شپږ اراکين ضروري کارونو لپاره بهر ملکونو کښې دي دوي اووئيل چې د لاهور هائيکورټ فيصله يو شمير قانوني او آئيني شکوک دي ، چې لوجې به ئې دغه فيصله سپريم کورټ کښې چيلنج کولې شي مشاورت په موقع دواړو پارټو مشرانو فيصله کړې چې سپريم کورټ کښې به قانوني نکات کيښودې شي