د ليپ کمار د اثاثو تفصيلات مخې ته راغلى

ليجنډري اداکار يوسف خان المعروف دليپ کمار څوک چې څو ورځې وړاندې پحق رسيدلې وو د هغه د اثاثو تفصيلات مخې راغلي دي ،غيرملکي ميډيا رپورټ ترمخه د دليپ کمار اثاثو ټول ماليت پنځه اتياملين ډالر ښودلې شويدے

د ليجنډري اداکار دليپ کمار که دغه رقم بهارتي روپو کښې تبديل کړې شي نو تقريبادا رقم شپږ ارب څلور ديرش کروړ نه سيوا جوړيږي

د دليپ کمار د آمدن لويه ذريعه اداکاري وه ،دليپ کمار د بالي ووډ هغه وړومبې اداکار وو چا چې پنځوستمه دهائۍ کښې خپله معاوضه لس زره روپۍ نه سيوا اخيستله

دولت نه مالا مال باوجود هم دليپ کمار او د هغه کورودانه سائره بانو انتهائي سادګۍ  سره ژوند تيرولو

څرګنده دې وي چې ليجنډري اداکار دليپ کمار څو ورځې وړاندې اته نوي کالو په عمر کښې پحق رسيدلې وو