د ماضي په رنګ اوس هم قبائيلي اولس د کشمير آزادئ دپاره تياره ده: ګورنر شاه فرمان

د ماضي په رنګ اوس هم قبائيلي اولس د کشمير آزادئ دپاره تياره ده: ګورنر شاه فرمان

د خيبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان آزاد کشمير ته د قبائيلو تګ ستائيلے او وئيلي چي د ماضي په رنګ اوس هم قبائيلي اولس د کشمير آزادئ دپاره تياره ده
د خيبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان لخوا جاري شوي بيان کښ وئيلي شوي چي قبائيلو په تير وخت کښ هم کشمير د هند د تسلط نه آزاد کړے او هم د دوي له يرے بهارت پخپله مسله کشمير متحده قامونو ته وړاندے کړيده
ګورنر وئيلي چي قبائيل د تير وختونو په شان اوس هم د کشميريانو سره ملګري دي او د کشمير آزادي دپاره تيار دي۔ ګورنرشاه فرمان زياته کړے چي قبائيلي اولس د ترهګري خلاف جنګ کړے او ډير په بهادري سره ئے د تره ګرو مقابله کړيده