د مالاکنډ نل تهانړه سيمې مدرسې شپږ طالب علمان بې درکه

د مالاکنډ نل تهانړه علاقے نه د مدرسي شپږ طالب علمان په پُراسرار توګه لاپته شوي دي او اس درک ئې نه لګي چي لوجې ئې متاثره کورنۍ د غم سره مخ شوي دي ورک شوي ماشومان پخپلو کښې رشته دار هم دى

د مالاکنډ نل تهانړه سره تعلق لرونکي محمد ادريس باچا او مياعزيزالله خبري غونډي ته وئيلي دي چي په نولسمه نيټه زمونږ د کورنۍ شپږ ماشومان د مدرسي لپاره وتي وو نه مدرسي ته رسيدلي او نه بيرته کور ته راغلي دي او تر دے دمه لاپته دي هغوئ زياته کړه  چې لاپته ماشومان خپلو کښې رشته دار دي او د لنډاکي په مدرسي کښې د علم حاصلوو په غرض د کوره وتي دي د ماشومانو عمرونه د لسو نه تر ديارلس کاله پوري دي هغوئ وائي چي د لاپته ماشومانو د لټون لپاره مو په هره دروازه حاضري ورکړل خو هيڅ پته نه لګي چي شپږ ماشومان چرته لاړل هغوئ وائي چي د ماشومانو لاپته کيدو وروستو زمونږ په کورنۍ کښې لوئ غم دے بائد چي حکومت په دے لړ کښې مونږ سره کومک وکړې