د مالديب پخوانۍ صدر عبدالله يامين د منۍ لانډرنګ مقدمه کښې ګرفتار کړي شوي

0
15
د مالديب پخوانۍ صدر عبدالله يامين د منۍ لانډرنګ مقدمه کښې ګرفتار کړي شوي

د مالديب پخوانۍ صدر عبدالله يامين د منۍ لانډرنګ مقدمه کښې د سماعت په وخت ګواهانو ته رشوت ورکولو په الزام کښې ګرفتار کړي شويدي، پوليس وائې چې عبدالله يامين مافوشۍ جيل ته منتقل کړي شويدي
بهر ملکې خبري ادارے ترمخه د مالديب پخوانۍ صدر د منۍ لانډرنګ د ټرائل دوران په حراست کښې اخيستې شويدي
عبدالله يامين تير کال ستمبر کښې د صدارتۍ انتخاباتو کښې د ناکامۍ روستو د شکمن ادائيګو په الزام کښې د ټرائل سره مخ دې، د عبدالله يامين ګرفتارۍ په داسي وخت کښې مخي ته راغلې چې کله په عدالت کښې د پنځالس لاکه ډالر مشکوک رقم ترلاسه کولود الزام ټرائل شروع شويدې
عدالتې عهديدار وائې چې يامين ګواهانو ته د رشوت ورکولو کوشش کړې وو،
پوليس زياتوې چې پخوانې صدر عبدالله يامين مافوشۍ جيل ته منتقل کړي شويدي
رپوټونو مطابق پخوانې صدر يامين هغه جيل ته منتقل کړي شوېدې، چرته چې د هغه دور حکومت کښې د هغه مخالفين بند کړي شوي وو