د مالياتي کميشن تشکيل خلاف درخواست باندي پيښور هائيکورټ صدر مملکت او وفاقي حکومت ته نوټسز جاري کړې

د مالياتي کميشن تشکيل خلاف درخواست باندي پيښور هائيکورټ صدر مملکت او وفاقي حکومت ته نوټسز جاري کړې

لسم مالياتي کميشن تشکيل خلاف درخواست،پيښور هائيکورټ صدر مملکت عارف علوې ، وفاقي حکومت او څلور وانړو صوبائي حکومتونو ته نوټسز جاري کړې،او د هغوي نه ئې رائے طلب کړې ده
د پيپلزپارټې رهنما فرحت الله بابر او د اے اين پې پخوانې رهنما افراسياب خټک لسم مالياتي کميشن تشکيل خلاف پيښور هائيکورټ کښې درخواست ورکړې،پېښور هائيکورټ چيف جسټس وقار احمد سيټه او جسټس ناصر محفوظ باندے مشتمل دوه کسيزه بنچ په دغه رټ پيټيشن سماعت کړې دے
درخوست ګزار وکيل عدالت ته وئيلې چې د لسم اين ايف سي ايوارډ ،ټي او آرز غير آئيني دي
درخواست کښې مشير خزانه کميشن کښې شاملولو باندې هم اعتراض شوے دے
فرحت الله بابر او افراسياب خټک عدالت ته مالياتي کميشن غيرقانوني ګرځولې خواست کړې دے
په دغه درخواست پېښؤر هائيکورټ صدر مملکت عارف ، وفاقي اوڅلور وانړو صوبائي حکومتونو ته نوټسز جاري کړؤ او ټولو نه ئې رائې طلب کړيده