د ماهرينو يو ټيم شمشال ويلي کښې د خورد پن ګليشئرز ويلي کيدو په وجه جوړ شوي جهيل دوره کړېده

0
19

د ماهرينو يو ټيم شمشال ويلي کښې د خورد پن ګليشئرز ويلي کيدو په وجه جوړ شوي جهيل دوره کړېده ، دغه ټيم وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د اين ډي ايم اے په سفارش قائم کړې وو چې مقصد ئې د جهيل جاج اخيستل او په د ممکنه سيلابي صورتحال مخنوي دپاره تجويزونه جوړول وو
تيره هفته کښې چيئرمين اين ډي ايم اے ليفټيننټ جنرل عمر محمود حيات په مشرۍ کښې د اعلي پايے غونډه شوے وه، غونډه کښې فيصله شوي وه چې د ماهرينو ټيم به د خورد پن ګليشئر ويلي کيدو په نتيجه کښې جوړ شوي جهيل دوره کوي او په موقع به د صورتحال جاج اخلي چې ورستو به ئې د اپريل مياشتي په اولنۍ هفته کښې خپل رپورټ پيش کوي
د دي نه وړاندي ماهرينو انديښني ښکاره کړې وي چې دغه جهيل د ګرمۍ موسم دوران د سيلاب سبب جوړيدشي او هم د دي انديښنو په وجه اين ډي ايم اے وزيراعظم ته سفارشات پيش کړې وو