د متحده عرب امارات ولې عهد نريندر مودې ته اعلې ترين سول اعزاز ورکړي

د متحده عرب امارات ولې عهد نريندر مودې ته اعلې ترين سول اعزاز ورکړي

د متحده عرب امارات ولې عهد شيخ محمد بن زايد النهيان د زرګونو مسلمانانو قاتل بهارتې وزيراعظم نريندر مودې ته اعلې ترين سول اعزاز ورکړيدې،د يو اے اې دے اقدام سره د درستۍ نړۍ مسلمانانو زړونه ازار شوې او سوشل ميډيا باندې هم شديد تنقيد روان دے
متحده عرب امارات کشمير کښې جارې مظالم باوجود هم د بهارت وزيراعظم نريندر مودې له خپل اعلې ترين سول اعزاز آرډر آف زايد ورکړيدې،يو اے اې اپريل کښې مودې له دغه ايوارډ ورکولو اعلان کړې وو،مودې په دغه اعزاز ورکولو باندې د يو اے اې حکومت شکريه ادا کړې ده
د يو اے اې په دے اقدام کشمير پشمول درسته نړۍ کښې مسلمانانو سخت تنقيد کړې دے او وئيلې دې چې دا ګام د کشميريانو په زخمونود مالګې اچولو برابر دے،مودې مقبوضه وادۍ کښې د جارې ظلمونو ذمه دار دے او د هغه لاسونه ګجرات کښې هم د زرګونو مسلمانانو په وينو رنګ دې
خارجه وزير شاه محمود قريشې تيره ورځ د يو اے اې په دې اقدام باندې ردعمل کښې وئيلې وو چې مونږ د يواے اې، بهارت سره تعلقاتو باندې پابندې نه شو لګولې