د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيوګوتريس صبا د پاکستان په دوره راځي

د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيوګوتريس صبا د پاکستان په دوره راځي

د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيوګوتريس د پاکستان په څلور ورځنې دوره صبا له اسلام آباد ته راځي،انتونيوګوټيرس به د صدر مملکت او وزيراعظم سره ملاقاتونو نه علاوه د کډوالو په حواله کيدونکي کانفرنس کښې شرکت کوي
د خارجه دفتر ترجمان بيان ترمخه د متحده قامونو جنرل سيکرټري به د پاکستان دورې په مهال د صدر مملکت عارف علوي، وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير نه علاوه د پارليمنټ غړو سره ملاقاتونه کوي
وزيراعظم عمران خان به انتونيوګوتريس سره ملاقات په مهال د کشمير معامله هم پورته کوي او په کشميريانو د بهارتي پوځيانو ظلم و زيادتې نه به هغه خبر وي
د متحده قامونو جنرل سيکرټري به د ګل په ورځ اسلام آباد کښې کيدونکې د افغان مهاجرينو متعلق کانفرنس کښې شرکت کوي
دغه رنګ د متحده قامونو جنرل سيکټري به د کرتارپورصاحب ګوردوارې دورې هم کوي