د متحده قامونو جنرل سيکټري انتونيوګوټريس د افغانستان په صورتحال د تشويش اظهار کړے

د متحده قامونو جنرل سيکټري انتونيوګوټريس د افغانستان په صورتحال د تشويش اظهار کړے او وئيلي ئي دي چې ترهه ګرو بيا دې هيواد کښې سر پورته کړېدے،انتونيوګوټريس افغانستان کښې د داعش او القاعده منظم کيدل د نړۍ امن لپاره خطره ګرځولي ده
سپين کښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي په حواله نړي وال اجلاس ته وينا په وخت د متحده قامونو جنرل سيکټري افغانستان کښې د ترهه ګرۍ اوسني واقعاتو باندې د تشويش اظهار کړېدے د هغه وينا وه چې افغانستان کښې بدامنۍ واقعاتو بيا سر پورته کړېدے چې لوجې ئې افغانستان کښې ترلاسه کړي شوي کاميابۍ د ضائع کيدو انديښنه ده انتونيوګوټريس زياته کړه چې افغانستان کښې د القاعده او داعش مشترکه کوششونو کښې سيوا والې د نړۍ لپاره لويه خطره ده او د افغانستان خاوره يو وارې بيا د ترهه ګرۍ مرکز جوړيدې شي