د متحده قامونو نمائندګانو ته دې د مقبوضه کشمير دورې اجازت ورکړے شي

د متحده قامونو نمائندګانو ته دې د مقبوضه کشمير دورې اجازت ورکړے شي

خارجه وزير شاه محمود قريشي غوښتنه کړېده چې هند دې په فوري توګه مقبوضه کشمير کښې کرفيو ختمه کړي او د متحده قامونو نمائندګانو ته دې د مقبوضه وادۍ دورې اجازت ورکړے شي
د سوئټزرلينډر ښار جينوا کښې د متحده قامونو بشري حقونو کونسل ته د وينا په وخت خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې هندي ځواکونو مقبوضه کشمير نه يو لوئے جيل جوړ کړے او د مقبوضه وادۍ ټول اولسي نمائندګان خپلو کورونو کښې بنديوان دي
شاه محمود قريشي ووئيل چې هند د باقاعده منصوبه بندۍ لاندې د مقبوضه کشمير اولس نشل کشي شورو کړېده او هلته د بشري حقونو او عالمي ميډيا نمائندګانو ته د تلو اجازت نه ورکولے کيږي
هغه ووئيل چې هند مقبوضه کشمير کښې خپل جرائم او مظالم پټولو لپاره د کشميريانو د خپلواکۍ مبارزې ته د دهشتګردۍ رنګ ورکوي
شاه محمود قريشي ووئيل چې دا وخت مقبوضه کشمير کښې د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ روانې دي او بين القوامي قوانينو پر زد په عامو خلقو کلسټر بمونه غورځولے کيږي
هغه ووئيل چې کشمير چرې هم د هند کورنۍ شخړه نه ده او د مودي سرکار دغه دعوه غلطه ده
خارجه وزير زياته کړه چې پاکستان څو وارې د کشمير په شخړه هند ته د مذاکراتو وړانديز کړے ولې هند د مذاکراتو ټول وړانديزونه مسترد کړي