د متحده قامونو ډپټي جنرل سيکترې امينه محمد کابل کښې د افغان نائب وزيراعظم،خارجه وزير او سياسي مشرانو سره ملاقاتونه

د متحده قامونو ډپټي جنرل سيکترې امينه محمد کابل کښې د افغان نائب وزيراعظم،خارجه وزير او سياسي مشرانو سره ملاقاتونه کړي او ورسره ئې د افغانستان په صورتحال او افغانانو سره بشري مرستو په معاملو خبرې کړېدي،د متحده قامونو نائب مشرې افغان حکومت نه مطالبه کړې چې په زنانؤ لګولي شوي ټول بنديزونه دې په فوري توګه ختم کړي
په افغان زنانؤ لګولي شوي حکومتي بنديزونو باندې افغان حکومتي چارواکو سره ملاقات لپاره د متحده قامونو ډپټي جنرل سيکترې امينه محمد سره د اعلي پائې وفد د کابل دوره کړې د متحده قامونو ډپټي جنرل سيکتري د افغان نائب وزيراعظم مولوي عبدالسلام حنفي او خارجه وزير مولوي امير خان متقي سره بيل بيل ملاقاتونه کړيدي دې ملاقاتونو کښې د افغانانو سره د نړي والې ټولني مرستو،مختلف ملکونو کښې ميشته مهاجرين واپسۍ او په نورو اهمو معاملو د خيالاتو بدلون شوېدے ملاقاتونو دوران افغان حکومتي چارواکو د متحده قامونو وفد د افغانستان امنيتي او معاشي صورتحال نه خبر کړي او افغانانو سره نړي وال مرستې جاري ساتلو مطالبه ئې کړيده د متحده قامونو نائب مشرې افغان زنانؤ باندې د تعليم او اين جي اوز کښې کار کولو باندې د پابندو معامله افغان چارواکو سره پورته کړې او د دې بنديزونو د ختمولو مطالبه ئې کړيده امينه محمد د افغانستان پخواني سولي عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او نور سياسي مشرانو سره هم ليده کاته کړيدي