د مجرمانو يوه ټوله په سپريم کورټ د حملے کوشش کوي،عمران خان

عمران خان نهمه مئي پيښو کښې پنځه ويشت مظاهرچيانو مرګ دعوي کړي

عمران خان وائي چې د مجرمانو يوه ټوله په سپريم کورټ د حملے کوشش کوي،د سپريم کورټ د اختياراتو د کمولو او سپکاوي کولو هڅي کوي ولې د پاکستان عوام به ئې ښه په کلکه مخه نيسي او دا مزاحمت به جاري وي،عمران خان په يو بل ټويټ کښې ليکلي چې مونږ د فسطائيت هغې دور ته رسيدلي يو چې اوس نامعلوم افراد په کورونو ورخيژي ،يعنې د چادر او چارديوارۍ پامالي کوي

چيئرمين تحريک انصاف عمران خان ټويټس کړي،وئيلي ئي دي چې د مجرمانو يوه ټوله راګډه شوي او په سپريم کورټ باندې د حملے کوشش کوي،وائي چې مونږ به د سپريم کورټ د اختياراتو راکمولو او د سپريم کورټ د سپکاوي کوششونه کوي ولې عوام به ئې مخه نيسي او زمونږ مزاحمت به جاري وي
عمران خان په يو بل ټويټ کښې ليکلي چې مونږ د فسطائيت هغې دور ته رسيدلي يو چې اوس نامعلوم افراد په کورونو ورخيژي او تحريک انصاف کارکنان او د سوشل ميډيا ايکټيوسټ د کورونو نه اوچتوي او چې کله زمونږ کارکنان پخپله نه وي موجود نو بيا ورله د خاندان نور کسان اوچتوي،او د دروغو مقدمے ورباندې درج کوي،عمران خان زياته کړې چې په نني پاکستان کښې هرهغه کار روان دے کوم چې د آئين پاکستان خلاف دے